کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غور کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته

27 اسد 1399 ساعت 13:17

غور کې امنیتي مسوولین وايي چې مرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو برید پایله کې درېو سرتېرو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان شوي دي او لا هم نښته دوام لري.

د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان، جمعه خان صدیقي څرګندوي چې نښته تېره شپه یوولس بجې(یکشنبې د زمري پّ ۲۶مه نېټه) پیل شوې، خو لا هم ورته بېړنۍ مرستې نه دي رسېدلي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي چې طالبانو تېره شپه د مرغاب ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید وکړ.

دی زیاتوي چې افغان ځواکونه د مرستې په تمه دي.

امنیه قومندان وايي چې که افغان ځواکونو ته بېړنۍ مرسته ونه رسیږي، ښایې نور سرتېري هم ژوند لاسه ورکړي او د ولسوالۍ د نسکورېدو امکان هم شته.



د مطلب کود: 216942

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216942/غور-کې-د-افغان-ځواکونو-او-طالبانو-ترمنځ-نښته

آوا
  https://www.avapress.com