دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 216769
کاپیسا کې د افغان پوځ د يوه کنډک قومندان وژل شوی
د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د یو کنډک قومندان له دوو ساتونکو سره وژل شوی. د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش خامه پرس ته وویل، یاده پېښه پرون ماښام ناوخته د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو او ملي اردو ځواکونو تر منځ نښته روانه وه. نوموړي وویل، په دغه نښته کې د ملي اردو د یو کنډک قومندان له دوو ساتونکو سره وژل شوي او څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي. شورش وايي، په دغه نښته کې وسله‌والو طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې خو د دقیقو شمېرو په اړه معلومات نلري.
https://avapress.com/vdcg339xyak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته