کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاپیسا کې د افغان پوځ د يوه کنډک قومندان وژل شوی

25 اسد 1399 ساعت 12:42

د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د یو کنډک قومندان له دوو ساتونکو سره وژل شوی.

د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش خامه پرس ته وویل، یاده پېښه پرون ماښام ناوخته د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو او ملي اردو ځواکونو تر منځ نښته روانه وه.

نوموړي وویل، په دغه نښته کې د ملي اردو د یو کنډک قومندان له دوو ساتونکو سره وژل شوي او څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

شورش وايي، په دغه نښته کې وسله‌والو طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې خو د دقیقو شمېرو په اړه معلومات نلري.



د مطلب کود: 216769

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216769/کاپیسا-کې-د-افغان-پوځ-يوه-کنډک-قومندان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com