دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 215797
د ارزګان والي ویاند، زړګی عبادي وايي نن(چهارشنبې د زمري په ۸مه نېټه) له غرمې مخکې د سرک غړې ماین چاودنه کې ۳ سرتېرو ژوند بایللی دی. د هغه په وینا پېښه د ارزګان د مرکز ترينکوټ ښار په "نيچين" سيمه کې شوې. ښاغلی عبادي څرګندوي چې د پېښې په ترڅ کې یې یو سرتېری ټپي شوی دی. تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
https://avapress.com/vdcgyn9xuak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته