دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 215508
په ارزګان کې یو نفوذي کس پوسته سقوط کړې
د ارزگان د والي وياند زړګی عبادي وايي، پېښه تېره شپه رامنځته شوې چې پکې مېشت څلور ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
هغه وايي، یاد کس تر پېښې وروسته د پوستې ټول پوځي وسایل او وسلې له ځان سره وړې او رنجر موټر ته یې اور اچوولی دی.
د عبادي په خبره، پوستي ته نور سرتيري رسېدلي او حالت تر کنټرول لاندې دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcgzn9x7ak9qn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته