دخپریدو نیټه :جمعه ۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 215364
د هرات پولیسو په وروستیو دوو میاشتو کې ۴۴۵ مجرمین نیولي
د هرات امنیه قومندان عبدالله نورزي د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، له نیول شوو مجرمینو څخه ۱۶۰ یې وسله وال غله دي چې له ۱۲۷ غلا شوو وسایلو سره یوځای نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
ښاغلی نورزی زیاتوي، د دې تر څنګ په تېرو دوو میاشتو کې د هرات په ناامنه ولسوالیو کې ۳۷ خپلواک عملیات ترسره شوي چې په پایله کې یې ۱۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸۰ تنه ټپیان او ۵۰ نور نیول شوي دي.
د هغه په وینا، پاتې نیول شوي کسان قاچاقبران او نور مجرمین دي. امنیه قومندان څرګنده کړه چې د دغو عملیاتو پر مهال ۱۶۱ میله ډول ډول وسلې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي او اوس د ډایاک پروسې ته سپارل شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو برخو کې جنایي جرمونه ډېر شوي او هېواد یې امنیتي ځواکونه په مخنیوي کې پاتې بولي. 
https://avapress.com/vdcg3n9xtak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته