دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 215283
د غزني پر ښار د طالبانو برید؛ ۹ طالب وسله وال وژل شوي
د کومانډو ځانګړو عملیاتو قول اردو نن(چهارشنبې د زمري په لومړۍ نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې غزني کې ۹ طالب وسله والو له افغان ځواکونو سره د نښتې پرمهال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې دغه عملیات چې نښته تېره شپه په ارزو کلي کې شوې او پایله کې یې درې تنه طالبان ټپیان هم دي.
خبرپاڼه زیاتوي:«د طالبانو برید ډېر ژر د افغان کومانډو ځواکونو لخوا په شا وتمبول شو. پایله کې یې نهه طالب وسله وال ووژل شول چې په کې یو قومندان د ابوجندل په نامه هم شامل وو او درې  تنه نور ټپیان شول.»
https://avapress.com/vdcg7n9xwak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته