دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۹
د مطلب کود : 215275
هرات: د طالبانو پر لويه غونډه هوايي بريد شوی
د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت د ګذرې ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوې غونډه هوايي بريدونه شوي دي. د هرات ولايت مقام رسنيز دفتر څخه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، دغو بريدونه کې يو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. د سرچينې په خبره طالبان سيمه کې د يوې طرحې جوړولو لپاره راټول شوي وو چې د امنيتي ځواکونو لخوا په نښه شول.

اخوا د هرات ادرسکن ولسوالۍ ځايي اوسيدونکو رسنيو ته ويلي، چې هلته د هوايي بريدونو له امله ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښته خو کره شمېره يې نه ده مالومه.
خو د طالبانو وياند بيا ويلي دي، له بګرامه د يو خوشې شوي طالب پر مېلمستون بريد شوی دی.
د نوموړي په خبره دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي او دولس نور ټپيان دي.
راپ،رونه وايي،  پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو شمیر خلک د یوه تازه خوشي شوي طالب زنداني کور ته د ستړې مشې لپاره د ګذرې او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ پرتې سیمې خم زیارت ته ولاړل.
خو ځايي دولتي سرچيني وايي، چې دا بريد د طالبانو پر يوې غونډې شوی دی.
https://avapress.com/vdchqmnim23nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته