دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 215253
پنجشېر کې د موټر اوښتو پېښه کې څلور تنه وژل شوي
د پنجشېر ولایت سیمه‌ییزې سرچینې وایي، دغه پېښه د یاد ولایت په مرکز کې رامنځته شوې چې په نتېحه کې يې څلور کسان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي.
د پنجشېر د والي ویاند منصور عنابي خامه پرس ته وویل، دا پېښه نن له غرمې مخکې مرکز ته نیږدې د نرمه استانه په سیمه کې را منځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، په یاده پېښه کې د یو نارینه، یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پېښې ټول قربانیان د یوې کونۍ غړي و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdkk0xsyt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته