د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې نن سې شنبه د سهار په ساعتونو کې د بغلان ښار په لومړنۍ ناحیه کې چاودنه شوې ده. په چاودنه کې د یو تن د وژل کیدو او یو تن بل د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. ویل کیږي چاودنه د یوې سیمه ایز راډیو تر څنګ رامنځته شوې ده.
همداشان پدې سیمه کې د یاد شوي ولایت د امنیې قومندانۍ د غوښو قراردادي هم شتون لري. په چاودنه کې د راډیو دفتر ته هم د پام زیانونه اوښتي دي.