دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 215065
واشنګټن کې یوه وسله‌وال ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
د امریکا متحدو ايالتونو پلازمېنه واشنګټن کې یو وسله‌وال کس په عامو خلکو ډزې کړې چې لسو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، نن سهار یو وسله‌وال کس د واشنکټن ښار په شمال لوېدیځه سیمه کې پر خلکو ډزې کړې چې په پایله کې یې یو تن وژلی او ۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د واشنګټن پولیس وایي، وسله‌وال د پېښې له ځایه تښتېدلی، خو په وینا یې پولیس یې د نیولو په لټه کې دي. تر اوسه د پېښې علت نه دی معلوم شوی.
د یادولو ده، چې د امریکا مینیاپولیس ایالت کې د پولیسو له لوري د یو تور پوستې تر وژل کېدو وروسته د امریکا له تر ټولو امن ځایونو هم د ورته پېښو راپورونه ورکول کېږي.
https://avapress.com/vdcepn8wnjh8z7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته