دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 215023
رپوټ:تېر۹ میاشتو کې پر لمونځ کوونکو او عبادت ځایونو ۱۷بریدونه شوي
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په تېرو نهو میاشتو کې پر لمونځ کوونکو، امامانو او عبادت ځایونو ۱۷ځانمرګي بریدونه، چاودنې او هدفي وژنې شوې دي. د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د رپوټ له مخې د تېرکال د تلې میاشتې له ۲۵مې د سږکال د چنګاښ میاشتې تر ۲۳مې، دغو پېښو د په پایله کې د امامانو او ماشومانو په ګډون ۱۷۰ تنه وژل شوي او ۲۷۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې دغه بریدونه د طالبانو، داعش او ناپېژانده وسله والو له خوا شوي دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ وايي:«د نړیوالو حقوقو پربنسټ پر بې دفاع،بې ګناه او ولسي وګړو برید جنګي جرایم شمېرل کېږي.»
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د سږکال په غبرګولي میاشت کې طالب جنګیالیو د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د زاړه کلي د شیخ حسین جومات ملا امام د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان د جنازې او فاتحې د اعلان له امله وډباوه او وروسته یې ووژاه.
https://avapress.com/vdcirwarpt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته