دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 214851
د کورونا ویروس ۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
د وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري وویل، له دې وبا څخه تازه ۱۷ تنه مړه شوي او ۷۲ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۱۶۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۳ زره او ۲۸۰ تنو ته ورسېد.
 په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۵زره ۲۸۹تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري وویل، له دې وبا څخه تازه ۱۷ تنه مړه شوي او ۷۲ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۱۶۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۳ زره او ۲۸۰ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
https://avapress.com/vdcgnt9xqak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته