دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 214746
 له تېرو څو ورځو راهیسې ددې هېواد په ختیځو او منځنیو برخو کې د ډېرو بارانونو له کبله سخت سیلابونه راوتلي دي چې میلونونه وګړي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی دی چې د خلیجونو او جهیل اوبه په بې ساري ډول زیاتي شوي دي او ځنډول یې خورا خطرناک مرحله ده.
ددوی د معلوماتو له مخې ۳۳سیندونه د اوبو د معمول له کچې ډېرې زیاتې بهیږي، چې له همدې کبله د بېړنیز حالت دریمه درجه اعلان شوې ده. ځینې ودانۍ د سیلابي اوبو له کبله ړنګې شوې دي. د راپورونو له مخې تر اوسه پورې د ۱۴۰تنو مړینه ثابته شوې ده او میلیونونه کسان د چین حکومت لخوا خوندي ځایونو ته وړل شوي دي.
https://avapress.com/vdcjxxe8muqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته