دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 211289
افغان ښځينه پيلوټانو په لومړي ځل له نارينه پيلوټانو پرته پرواز وکړ. ‏مرضیه سلحشور او صفیه فېروزي دوه افغان پيلوټانې چې په لومړي ځل يې پرته له نارينه پيلوټه الوتنه وکړه او کندوز ته يې لومړنۍ بریالۍ الوتنه درلوده. دا لومړی ځل دی چې ښځينه پيلوټانې په يوازې ځان ۲۰۸ سسنا نظامي الوتکې ته الوتنه ورکوي.

۲۸ کلنه مرضیه وايي، سپرليو چې کله وليدل پيلوټانې يې ښځې دي مناسب غبرګون يې ونه ښوده او حتا ځينو يې غوښتل چې له سفر کولو منصرف شي؛ خو کله يې چې د کندوز نا امنې سيمه کې الوتکه کېناسته، سپرليو يې د خوښۍ احساس کاوه او دې او صفيې د غرور احساس.

دا لومړی ځل دی چې افغان ښځينه پيلوټانې له نارینه همکارانو پرته په مستقل ډول الوتنه وکړه او هېڅ ډول کومه تخنيکي ستونزه رامنځته نشوه.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او جنسیتي توپیرونه هغه څه دي چې ښځینه یې په بېلا بېلو برخو کې له پرمختګونو را ګرځولي دي.
په تېرو کلونو کې په افغانستان کې یو شمېر ښځینه پېلوټانې هم وې، خو له ډېرو کلونو را وروسته لومړنیو ښځینه پېلوټانو په خپلواک ډول الوتکې ته بریالۍ الوتنه ورکړه.
له ښه مرغه اوس په بېلابېلو برخو کې د ښځینوو فعالیتونه او کارونه زیات تر یترګو کیږي.
د افغانستان پر مهمو امنیتي بستونو هم زیات شمېر ښځې کار کوي او په دولتي اداراتو کې هم د ښځو فعالیتونه د پام وړ بریالي دي.
 
https://avapress.com/vdcivzar3t1azr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته