۲۸ کلنه مرضیه وايي، سپرليو چې کله وليدل پيلوټانې يې ښځې دي مناسب غبرګون يې ونه ښوده او حتا ځينو يې غوښتل چې له سفر کولو منصرف شي؛ خو کله يې چې د کندوز نا امنې سيمه کې الوتکه کېناسته، سپرليو يې د خوښۍ احساس کاوه او دې او صفيې د غرور احساس.
دا لومړی ځل دی چې افغان ښځينه پيلوټانې له نارینه همکارانو پرته په مستقل ډول الوتنه وکړه او هېڅ ډول کومه تخنيکي ستونزه رامنځته نشوه.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او جنسیتي توپیرونه هغه څه دي چې ښځینه یې په بېلا بېلو برخو کې له پرمختګونو را ګرځولي دي.
په تېرو کلونو کې په افغانستان کې یو شمېر ښځینه پېلوټانې هم وې، خو له ډېرو کلونو را وروسته لومړنیو ښځینه پېلوټانو په خپلواک ډول الوتکې ته بریالۍ الوتنه ورکړه.
له ښه مرغه اوس په بېلابېلو برخو کې د ښځینوو فعالیتونه او کارونه زیات تر یترګو کیږي.
د افغانستان پر مهمو امنیتي بستونو هم زیات شمېر ښځې کار کوي او په دولتي اداراتو کې هم د ښځو فعالیتونه د پام وړ بریالي دي.