دغه برید کې د ۵ ملکي کسانو ژوند اخیستی او ۱۹ نور ټپیان دي، د تندر قول اردو ویاند وايي چې چاودنه نن سهار له اتو بجو وروسته شوې ده.
په همدې حال کې یوه سرچینه څرګندوي چې چاودنه په ګردیز کې د دفاع وزارت د تاسیساتو پر یاست شوې ده.
د پېښې مسوولیت تر اوسه پورې چا نه دی منلی.