دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 209780
افغان حکومت وایي، طالبانو تر دې دمه هغومره دولتي سرتیري نه دي خوشي کړي چې ژمنه یې کړې وه، او که د حکومت له خوا د خوشي شویو طالب بندیانو په مقابل کې ۲۰۰ دولتي سرتیري خوشي نکړي نو حکومت مکلف نه دی چې نور طالب زندانیان خوشي کړي.


د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن د دوشنبې په ورځ(د مې ۱۱) کابل کې یوه خبري غونډې ته وویل، طالبان لا هم پر تاوتریخوالي باور لري او د سولې لپاره کومه طرحه نه لري.
ښاغلي فیصل وویل د طالبانو له خوا ۱۷۱ تنه خوشي شوي، خو په دې کې د ده په وینا یوازې ۱۰۵ تنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.
د امنیت شورا ویاند ټینګار وکړ چې حکومت ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي نو طالبان یې باید په مقابل کې په قطر کې له امریکا سره د شوې هوکړې سره سم ۲۰۰ دولتي سرتیري خوشي کړې.
ده له طالبانو وغوښتل چې د هغو ۶۱۰ افغان سرتیرو د برخلیک په اړه باید وضاحت ورکړي چې حکومت یې لېست دې ډلې ته سپارلی دی. د ښاغلي فیصل د وینا له مخې د طالبانو له خوا حکومت ته په ورکړل شوي لېست کې یوازې ۹۸ افغان سرتیري شامل دي او د پاتې ۶۱۰ سرتیرو نومونه دې نوملړ کې نشته.
 
https://avapress.com/vdcbw9b5grhbgzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته