افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-بلخ: دا پيښه تیره سه شنبه شپه(۲۲ دلو) د کندوز ولایت دشت ارچی ولسوالی کې رامنځته شوی دی.
عصمت الله مرادی د کندوز والی ویاند ددی خبری په تایید سره وایی چی دا ماین د طالبانو له لوری د دشت ارچی ولسوالی یو کلۍ یو مدرسی ته لیږدول شوی وو چی غوښتل یو بل ځای ته ولیږدوی، خو د کوچنیانو په لاس لویدلی او چاودیدلی دی چی په ترڅ کې یی پنځه تنه کوچنیان وژل شوی او دری تنه نور ټپیان شوی دی. د کوچنیانو عمر د ۱۲-۱۳ کالو په عمر وو.