ولسمشر غنی نن سهار د یو عالی رتبه هیات په راس کې د مونیخ امنیتی ۵۰ کنفرانس کې ګډون لپاره آلمان ته لاړ.
د ارګ ریاست جمهوری په اطلاعیه کې راغلی دی، ښاغلی غنی ددی کنفرانس په لړ کې، د افغانستان امنیتی مسایلو او سولې پروسی په اړه د ګډون کوونکو هیوادونو چارواکو سره به خبری وکړی.