کماندو ځواکونه مشترک تصفیوی عملیات د نورو امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د بلخ ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره کړی چی شپږ کلۍ یی د طالبانو شتون څخه پآک کړی دی.
د نظامی چارواکو اعلان په اساس، د غندال کلان، غندال خورد، خواجه غولک، شهرک مولانا، تره خیل، صوفیان کلۍ د طالبانو شتون څخه پاک شوی دی. همدارنګه په دی عملیات کې ۱ قبضه تفنګچه، ۲ عراده موترسایکل، ۷ کیلو ګرام مخدره توکی او ډیر مهمات دولتی ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.