د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتی دفتر په ریپورت سره، په دی ناسته کې د جاری وضعیت، زیان منونکې سیمی، ناامن ولسوالی، د قواوو تعبیه او بالقوه ګواښونو په اړه خبری شوی او باور ورکړل شوی چی ډیر ژیر به امنیتی برخو کې بدلونونه، تهاجمی عملیاتونو ترسره کولو او تروریستانو ټکولو لپاره په دی ولایت کې ترسره شی.
دا ناسته د بلخ ولایت والی رهګذر، جنرال دوناهی قاطع ملاتړ خاص عملیاتونو قومندان، جنرال بروتز شمال کې قاطع ملاتړ قومندان ، جنرال هیبت الله علیزی د ملی دفاع وزارت اوپراسیون رئیس، جنرال آدم خان متین د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندانی معاون، جنرال عباس توکلی، جنرال نصیر احمد علوی د ملی امنیت رئیس او سمونوال اجمل فایز د بلخ ولایت امنیه قومندان په ګډون ترسره شو.