د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د شاتو د مچیو د ساتلو کاروبار په ځانګړي ډول په هرات، بدخشان، بلخ، تخار، بادغیس او بامیان کې ډیر پرخه شوی دی.
د بدخشان ولایتي چارواکي هم وايي، چې په دغه ولایت کې سږکال د شاتو د تولیداتو کچه ۲۸۳ ټنو ته رسېدلې، چې د تیر ۱۳۹۷ لمریز کال پرتله د شاتو په تولید کې ۶۰ فیصده زیاتوالی ښیي.
د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یوې اعلامیې له مخې تیرکال په دغه ولایت کې د شاتو د تولیداتو کچه شاوخوا ۷۷ ټنو ته رسیدلې وه.
د بدخشان د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ د ریاست د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې د شاتو مچیو ۵۹۰ لوی او واړه فارمونه فعال دي.
د بدخشان ولایت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس معین الدین عیني وايي، چې د دغه ولایت د بهارک، کشم، جرم، شهدا، وردوج، یاوان او تګاب ولسوالیو کې ډیر شات تولیدیږي.
هغه وايي، چې د دغو ولسوالیو شات خلک د دې لپاره ډیر خوښوي، چې د ښاغلي عیني پر وینا په دغو ولسوالیو کې د شاتو مچیو له فارمونه ډېر خالص شات تولیدیږي، چې تر ډېره سیمه ییزو بازارونو او ددې ولایت ګاونډو ولایتونو ته صادریږي.
د شاتو مچیو روزونکي خپل تولید شوي شات کیلو له ۴۵۰ افغانیو تر یو زر او ۲۰۰ افغانیو پورې د شاتو کیفیت ته په کتو خرڅوي.
د بدخشان سربیره د افغانستان په لودیځو، شمالي ختیخو، ختیځو، جنوب ختیځو اومرکزي ولایتونو کې هم د شاتو د مچیو د ساتلو کاروبار پراخه شوی دی.
د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ویانداکبر رستمي د معلوماتو له مخې تیرکال په افغانستان کې تر ۲۱۵۰ ټنو پورې شات تولید شوي وو.
د افغانستان څخه شات په لویه کچه د دغه هیواد ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته صادریږي.
د بیرې په نوم شات، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي غرنیو سیمو کې تولیدیږي د خلیج په هیوادونو کې ښه بازار لري او د نورو شاتو پرتله په لوړ قیمت پلورل کیږي.