افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: محمد علم ایزدیار د سنا مجلس نائب ننۍ ناسته کې د ثبات او همپالنې ټیم تصمیم ددی ټیم ژور او وړاندی سوچ نتیجه وبلل او زیاته کړه: په دی تصمیم سره به په ۷ نورو ولایتونو کې هم د ټاکنو بندون ماته شی.
هغه وویل: اوس باید ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپل قانونی مسئولیتونو په اساس عمل وکړی او بیاشمېرنې پروسی ته چټکتیا ورکړی او اندیښني د ټاکنو په اړوند ختم کړی.