دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۴۵
د مطلب کود : 196790
دولتی ځواکونه د څلور کاله وروسته هلمند ولایت مارجه ولسوالی ته ننوته
د ملی دفاع وزارت اعلان کړ چی امنیتی او دفاعی ځواکونه د عملیاتو په ترسره کولو سره، طالبانو جنګیدونکې د هلمند ولایت مارجه ولسوالی څخه ایستلی دی.

دا وزارت نن اعلان کړ: د مارجه ولسوالی پاکسازی لپاره عملیات د دوو اونیو راهیسی شروع شوی او وروسته له هغه دا ولسوالی د طالبانو څخه څلور کاله وروسته پاک شو.
د ملی دفاع وزارت معلوماتو په اساس، په دی عملیات کې ۳۷ تنه طالبان د ملا عبدالباری ددی ډلې نظامی قوماندان په ګډون وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه امنیتی ځواکونه ۱۰۳ حلقه ماینونه چی جادو څنګ کې ځای پرځآی شوی وو، خنثی کړی دی.
دا په داسی حال کې دی چی ظاهرګل مقبل، د ۲۱۵ میوند قول اردو سرحدی څلورم لوا قوماندان نن شنبه د مارجه ولسوالی په لاره کې د جاده ای ماین چاودنې له امله ووژل شو.
په دی چاودنه کې چی نن سهار ۹:۳۰ بجی د ناوه ولسوالی کې رامنځته شو دری تنه امنیتی ځواکونه د یو خبرنګار په ګډون ټپیان شو.
ظاهر ګل مقبل د پکتیا ولایت سمکنی ولسوالی اوسیدونکې وو او هغه نږدی ۳۴ کاله په اردو کې خدمت کړی وو.
 
https://avapress.com/vdchw-nzv23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته