د تخار ولایت ورسج ولسوالی پولیسو قوماندان د خپلو درو تنو ساتونکو سره نن جمعه ۲۴ عقرب سهار د ناپیژانده وسله والو له لوری ترورشو.
محمد افضل حکیمی نن سهار هغه وخت چی د بغلان ولایت خوست ولسوالی پلفی کوتل څخه تیریدل د ناپیژانده وسله والو له لوری ترور شو. د حکیمی ترور وروسته ناپيژانده وسله وال د سیمی څخه تیښته کړي. د تخار ولایت پولیس دا پيښه تایید کړی دی.