غلام حضرت کریمی، د پامیر ۲۱۷ قول اردو ویاند د هیواد په شمال کې نن سهار شنبه(۲۲ سرطان) خبرنګار ته په خبرو کې وویل: پامیر ۱۰۲ چاڼییز عملیات د هوایی قواوو په ملاتړ د یوه اونۍ راهیسی د نمک آب ولسوالی مربوطه سیمو کې ترسره شوی دی.
د هغه په وینا، تراوسه ۸ کلۍ د مخالفینو شتون څخه پاکسازی شوی، ۶ ترهګر وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوی دی او څو عراده نقلیه وسایل یی هم تخریب شوی دی.
کریمی زیاته کړه چی په مجموع کې پاکسازی عملیات د تخار ولایت په مربوطه سیمو کې د یو میاشتی راهیسی شروع شوی او تراوسه د بهارک، دشت قلعه او تالقان ښار چاپیره د مخالفینو شتون څخه پاکسازی شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی طالبانو او غیری مسوول مسلح کسانو شتون جاری کال کې ډير اندیښنې و خلګو ته رامنځته کړی دی.