دعراق ستر دینی مرجع آیت ا... سید علی سیستانی دفتر پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره ددغه هیواد په داخلی چارو کې د بهرنیو هیوادونو له لاسوهنې سره په مخالفت کې په مناسب وخت کې دحقیقی اصلاحاتو پر ترسره کیدا ټینګار کړی دی .
په دغې اعلامیې کې ټینګار شوی عراق دې د سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو د حساب کتاب په ډګر نه بدلیږی .
دعراق ستر دینی مرجعیّت همداراز په سوله ایزو اعتراضونو کې د ګډون کونکو سزاکول دقانون اوشرعې خلاف بللی او وئیلی ئې دی،باید د سوله ایزو اعتراضونو او مظاهره چیانو په ضد د تاؤتریخوالی له اعمالولو ډډه وشی .
همداراز د عراق د صدر بهیر مشر مقتدا صدر هم ددغه هیواد له وروستیو بدلونونو څخه د امریکا ناوړه استفادې په باب په خبرداری ورکولو سره وئیلی دی ، هیڅکله به اجازت ورنکړی ، واشنګټڼ عراق په یوې بلې سورئې بدل کړی .
هغه پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره په عراق کې د امریکا له لاسوهنو سره په مخالفت کې وئیلی دی ، دا امریکا وه چې د صدام له نسکوریدا وروسته ئې فسادګر لږکی دعراق پر ملت مسلط کړ .
مقتدا صدر د امریکا حکومت ته په خطاب کې روښانه کړې ده د مونږ په داخلی چارو کې لاسوهنې کافی دی ، عراق ستر شخصیتونه لری چې ورځینی ملاتړ کوی او د تاسو او نورو لاسوهنو ته هیڅ ضرورت نشته .
داپه داسې حال کې دی،چې د امریکا لوړپوړو چارواکو پرون په لاسوهونکو دریځونو کې په عراق کې دسملاسی انتخاباتو ترسره کیدا او د انتخاباتی اصلاحاتو د تصویبیدا غوښتنه کړې ده .