دا مواد د مل پاسوال عبدالرووف ارزګانی د مخدره توکو معینیت خاصو قطعاتو رئیس، مل پاسوال محمد ویس صمیمی د بغلان ولایت قوماندان او ځینو نورو دولتی مامورینو په ګډون په بغلان کې وسوځول شو.
۱۵ ټنه مخدره توکو کې تریاک، چرس، هیروئین، الکولی مشروبات، تابلیت K د حکومتی موظف هیات په محضر کې وسوځول شو.
بغلان سیمه ییز چارواکې وایی چی د مخدره توکو په وړاندی مبارزی مدیریت د مجرمینو او قاچاقبرانو کشف او ضبط او نیولو کې کوتاهی نه دی کړي او فضا د مخرب کسانو لپاره تنګ کړی دی.