جنرال میلر دغه راز څرګنده کړې، چې ناتو او افغان ځواکونه اوس هم په افغانستان کې د خلکو د ساتنې لپاره عملیات تر سره کوي.
په بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته نوموړي له خبریالانو سره د خبرو پرمهال په ډاګه کړه، چې د ناتو او افغانستان ملګرتیا له کلونو راپدیخوا پیاوړې او غښتلې ده؛ ځکه، چې اوس هم په افغانستان کې حضور لري.
هغه د افغان ځواکونو همغږي ستایلې او څرګندوي، چې وروستۍ ټاکنې یې ښکاره بېلګه ده.
دغه راز د افغانستان د دفاع وزارت چارسمبالي اسدالله خالد د ناتو په مرکزي دفتر کې یوې غونډې ته څرګنده کړې، چې د ناتو ټولو غړیو له افغانستان او امنیتی ځواکونو سره خپلې مرستې او ژمنې تکرار کړې. د ناتو عمومي منشي او ټولو غړیو هېوادونو د افغان ځواکونو وروستۍ لاسته راوړنې وستایلې.
پدې وروستیو کې، ناتو اعلان وکړ، چې دوی به په افغانستان کې خپل نظامي شتون تر هغې ژمن پاتې وي، چې طالبان د جګړې په ډګر کې خپله ماته ومني او سیاسي حل ته راودانګي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)