عبدالغنی مصمم؛ د کنر والی ویاند دا ولایت ځنګلونو باندی داعش تسلط په اړه نن پنجشنبه سرطان ۲۷
افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل: داعش یواځی لیرو پرتو سیمو کې چی دولت تسلط لاندی نه دی، حضور لری.
هغه زیاته کړه چی شاید داعش ډله یواځي چپه دره ولسوالی محدوده باندی تسلط ولری او اوس ورڅخه درآمد سرچینی په حیث ګټه واخلی، خو کنر ډیرو سیمو کې په دی اخیرو کې د دولت هڅو او قومی شورا رامنځته کیدو سره د ځنګلونو قطع کیدو مخه نیول شوی دی.
مصمم زیاته کړه چی په ډیرو سیمو کې خپله سیمی خلګ د ناپيژانده کسانو له لوری د ځنګلونو قطع کیدو مخه نیسی.
د کنر والی ویاند تائیدوی چی په تیرو کې په بی رحمانه او پراخ توګه ځنګلونه کنر ډیرو سیمو کې قطع او لرګی یی پاکستان ته قاچاق کیدل.
په همدی حال کې جاوید سایی، نمایندګانو مجلس کې د کنر یو تن نماینده
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: دا یو شکاره مسئله ده چی داعش یا طالبان هر سیمی باندی چی تسلط پیا کړی، د سرچینو څخه یی د درآمد سرچینی په حیث ګټه اخلی.
یادولو وړ ی چی داعش تروریستان د ننګرهار څو ولسوالیو کې خپل فعالیت سربیره د کنر په ځینو سیمو کې هم خپل فعالیت شروع کړی دی خو په ډیرو سیمو کې د طالبانو ممانعت سره مخ شوی دی.