پ
ه دغو مراسمو کې لومړی د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر په دې اړه د هېواد د جمهوررئیس فرمان ولوست.
جمهوررئیس غني د یاد مډال له ورکړې وروسته په افغانستان کې د مهمو پراختیایي پروژو د تمویل په برخه کې د ښاغلي شوبهم چوهدري د ریښتینو او موثرو هڅو مننه وکړه او نوموړي ته یې په راتلونکو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
دغه راز ښاغلي چوهدري د مډال پر اخیستو او په افغانستان کې پر خپل ماموریت د خوښي د څرګندولو ترڅنګ جمهوررئیس غني ته په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د افغانستان د اقتصادي او زیربنایي ودې په برخو کې د بریالیتوب هیله وکړهسرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)