د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرگندونو په اړه راغلي:” افغانستان د ترهگرۍ اصلي قرباني دی، هغه ترهګري چې د متحده ایالتونو د مبهم سیاسي او پټ مالي ملاتړ سره تړلې او قوي شوې ده. د امریکا له پراخ سیاسي، نظامي او استخباراتي حضور سره سره په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور دې خبرې ښکاره ثبوت دي”. په دې اعلامیه کې د افغانستان د سولې راونې پروسې ته په اشاري ویل شوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړې زیاتیدل زمونږ د ستونزو د حل لاره نه ده بلکې د دې اوږدې جګړې د ختمیدو لپاره د سولې پروسې په افغاني کیدو او غښتلې کیدو ټینګار کولای شي دې ورانکارې جګړې ته د پای ټکی کیږدي