د پکتیا امنیتي مسوولین وایي، تېره شپه وسلوالو طالبانو د احمدابا ولسوالۍ د مچلغو بند پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په کې ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي.
د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې له ۳۰ ډېر وسلوال وژل شوي، چې ۶ جسدونه له ځینو وسلو سره یو ځای د جګړې په ډګر کې پاتې دي. د پکتیا ولایتي شورا غړی محمد الرحمان قادري وایي، چې تر ۱۸ پورې امنیتي ځواکونو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې. وسلوالو طالبانو تر اوسه د یادې پېښې په تړاو څه ندي ویلي. سرچينه : آریانا نیوز