سیاف په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دا جرګه یوازي د سولې لپاره ده د هیڅ چا په پلوي کمپاین نه کوي.
د مشورتي لویې جرګې د اجڼدا له مخې نن پنجشنبه به ټولې کمیټې خپل وړاندیزونه په علني توګه اوروي او دغه وړاندیزونه به سره توحید کیږي یو پرېکړه لیک به ورڅخه چمتو کېږي تر څو د جمعې په ورځ په وروستۍ غونډه کې یاد پرېکړه لیک اعلان شي.
دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان ډېر شمېر سیاستوالو او د ولسمشرۍ ټاکڼو نوماندانو دغه جرګه یوه فرمایشي او حکومتي جرګه بللې او دغه راز یې په دې جرګې کې د نه ګډون په اړه اعلامیې هم خپرې کړې دي.