د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي نن د حمل ( وری) په ۲۵مه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان سفیر په دغه لیدنه کې ژمنه کړې چې د خپل هېواد فضايي حریم به ډېر ژر د افغانستان د پروازونو پر مخ پرانیزي.
د پاکستان او هند ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته پاکستان خپل فضايي حریم د لنډ مهال لپاره د ټولو بهرنیو پروازونو پر مخ وتاړه چې، د کابل او دهلي ترمنځ په الوتنو یې ډېر منفي اغېز وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې افغان هوايي شرکتونه د یادې ستونزې تر رامنځته کېدو وروسته د پاکستان پر ځای د ایران د فضا له لارې هند ته پروازونه کوي چې نسبت پاکستان ته زیاته فاصله او وخت نیسي چې له امله یې لګښت ته په کتو د الوتنو بیې هم جګې شوي دي.