دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 182886

ولسمشر غنی فیض الله ذکې اندونیزیا هیواد ته سفیر په حیث لیږلی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د بهرنیو چارو وزارت هغه وړاندیز رد کړی چې پربنسټ یې په اندونزیا کې د اصیلې وردګ ګمارنه وړاندیز شوی وه او پر ځای یې د کار او ټولنیزو چارو پخوانی وزیر فیض الله ذکې دغو هېواد ته د سفیر په لیږلی دی.

د روان کال د حمل ( وري) په ۱۰ مه د بهرنیو چارو  وزارت له لوری ولسمشرۍ ماڼۍ ته په جاګار تا کې د اصیلې وردګ د ټاکنې وړاندیز د منظورۍ لپاره لیږل شوی وو، خو د ولسمشر غني له لوري یاد وړاندیز رد شوی او پر ځای یې دغلته د افغانستان د سفیر په توګه فیض الله ذکي ټاکل شوی دی.
بهرنیو چارو وزارت له لوري یو بل وړاندیز چې پر بنسټ یې ماریا اختري په مسکو کې د افغانستان سفارت د مختار وزیرې په توګه وړاندیز شوې وه، د هغې پر ځای هم همایون محتاط یادې څوکۍ ته ور معرفي کړل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcivrazqt1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته