د کندهار امنیې قومندان جنرال تادین خان په داسي حال کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې پر خپله ټویټر پاڼه غبرګون ښيي چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې ویلي وو چې، عمران خان دې په افغانستان کې د لاس وهنې پالیسي ختمه، نا مسولانه څرګندونې دې نه کوي، افغان حکومت له پاکستانه غوښتي چې د یوه خپلواک هېواد په توګه دې ورته درناوي وکړي او له نامسوله څرګندونو څه دې ډ ډه وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې عمران خان دوه ورځې مخکې په جمروډ کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال، د درېیم ځل لپاره په افغانستان کې د موقت حکومت وړاندیز یو ځل بیا تکرار کړ او وې ویل چې، افغانانو ته د ورورګلوۍ مشوره ورکوي، هغه دا ده چې په افغانستان کې دې لنډ مهاله حکومت جوړ شي تر څو دغلته سوله ټینګه شي.