دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 182701
زلمی خلیلزاد او پاکستانی چارواکې نن اسلام آباد کې افغان سولې پروسی باندی غږیدلي
پاکستاني چارواکي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیل‌زاد نن په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سولې پر روان بهیر خبرې کوي.

ټاکل شوې ښاغلی خلیل‌زاد به پاکستان ته د سفر پر مهال له یو شمېر ملکي او پوځي چاروکو سره هم جلا لیدنې ولري.

پاکستاني رسنیو ویلي چې له ښاغلي خلیل‌زاد سره د کتونکي پاکستاني پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه کوي.
فرانس پرېس خبري اژانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې ښاغلي خلیل‌زاد د جمعې ورځې په لومړیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون د ځینو نورو چارواکو سره هم لیدلي دي.
پاکستان وایي، دوی د افغان حکومت په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ کوي او د وسله‌والو طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو لپاره زمینه مساعدوي.
زلمي خلیل‌زاد تر دې وړاندې پنځه ورځې په افغانستان کې تېرې کړي او په کابل کې د افغانستان د ولسمشر په ګډون یې د نورو لوړ پوړو چارواکو او هم د مدني ټولنو له فعالینو او نورو سیاسي څېرو سره ولیدل او هغوی ته یې وویل چې دوی به د سولې په راتلونکو خبرو کې شامل وي.
په‌خپله زلمي خلیل‌زاد هم د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه له افغانانو سره خپلې لیدنې رغوونکي وبللې.
نوموړي لیکلي چې تمه لري په راتلونکي کې دغه ټول لوري مهم کار ته په ګډه دوام ورکړي.
د راپورونو له مخې خلیل‌زاد د بامیان، جوزجان او پروان ولایتونو له ځوانانو سره په ویډیویې کنفرانس کې ویلي چې د سولې پر احتمالي موافقې سربېره باید د افغانستان او پاکستان تر منځ هم داسې توافق وشي چې له مخې یې پاکستان په افغانستان کې رغوونکی رول ولوبوي.

خلیل‌زاد او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوا هم په ډاګه ویلي وو چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې دوه مخی رول لوبوي او رښتینې همکاري یې نه‌‌ده کړې.
امریکا، افغان حکومت او د دوی متحدین وايي چې پاکستان له ډېره وخته ګڼې ترورېستي ډلو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او د افغان طالبانو مشران هم د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې مېشت دي، خو اسلام‌اباد دا تورونه ردوي.
 
https://avapress.net/vdce7w8zzjh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته