د یونان د کډوالو وزیر، دیمتریس ویتساس، د جعمې په ورځ وویل، هیواد یې له پرتګال سره تېره اونۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې د ناورې په کمپونو کې ۱۰۰۰ پناه غوښتونکي کډوال پرتګال ته لیږدول کیږي او هلته به ځای پر ځای شي.
نوموړي ویلي په لومړي پړاو کې به ۱۰۰ تنه پنا غوښتونکي چې کورنۍ ورسره دي، امنیت او پناه غوښتنې ته اشد ضرورت لري له یونان څخه پرتګان ته و لیږدول شي.
د پرتګال د کورینو چارو وزارت د دې خبر په تائید سره ویلي دي، هغه هوکړه چې په دې وروستیو کې د ناروې او پرتګال ترمنځ لاسلیک شوې ده، د اورپايي ټولنې کمیسیون له خوا هم منظور شوې چې پر بنسټ به یې ۱۰۰۰ کډوال په پرتګال کې ځای پر ځای کیږي.
دا په داسې حال کې دی چې د یونان له لارې اروپا ته د ورتلونکو کډوالو شمېر خورا زیات شوی نو له دې امله د ناورې هیواد په کمپونو کې د کډوالو د ګڼې ګوڼې له امله د نه ځای او امکاناتو په تړاو راپورونه ورکول شوي دي.