د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا وزارت نن یکشنبه د یو ابلاغیه په خپرولو سره پولیس امنیتی موظفینو ته امر کړي ترڅو جواز کارت د اسلحو سره یی یوځای ټول او ضبط شی.
په ابلاغیه کې راغلی دی چی ټول استعلامونه چی د داخله وزارت اداراتو، کابل ګارنیزیون قوماندانی او یا نور دولتی مراجعو څخه د اسلحو لیږد په منظور صادر شوی دی؛ باطل او امنیتی موظفین د اسلحو ټولولو او ضبط ته اقدام وکړی.
دا وزارت ټینګار کړی چی هیڅ مرجع، د اسلحه جواز طرزالعمل مطابق، د اسلحو لیږد جواز او استعلامونو صادرولو حق نه لری، شرایطو وړ متقاضیان او کسان کولای شی د اسلحه لیږد لپاره د داخله وزارت څخه درخواست وکړی.
دا وزارت د کابل اوسیدونکو څخه هم غوښتی دی ترڅو داخله وزارت سره ددی ابلاغیه تطبیق او اجرا کې مرسته وکړی.