د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،” هغه کس چې یو کال وړاندې یې د کابل ولایت د ۱۵ مې امنیتي حوزې اړوند د یوې کورنۍ ۱۰ تنه غړي په شهادت رسولي وو، د کابل پولیسو لخوا نیول شوی دی”.
خبر پاڼه زیاتوي “دغه شخص خان شیرین نومېږي چې یو کال وړاندې یې د یوې کورنی ۱۰ تنه غړي په یوه کور کې په یو ځلې په شهادت ورسول او دوه تنه نور یې ټپیان کړل”. نیول شوی کس د کابل پولیسو تر کلک تعقیب لاندې وو چې تېره ورځ د کابل ښار په ۱۷ مه امنیتي حوزه کې د پولیسو له لوري ونیول شو او د قانون منګولو ته سپارل شوی دی.