یوې امنیتي سرچینې د نوم اخيستو په شرط وویل، طالبانو نن سهار د زرنج ـ دلارام پر لویه لار د امنیتي سرتېرو پر پوسته برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، په دې نښته کې ۶ پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
هغه په ډاګه کړه، یاده نښته چې شاوخوا دوه ساعته یې دوام درلود د مرستندویه ځواکونو له رسېدو وروسته پای ته ورسېده.
سرچینې زیاته کړه، په دې پېښه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.