طالبانو ته نژدي سرچینې وایي، د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکاي ډيپلوماتانو ترمنخ د یوې اونۍ راهسې، د افغان سولي اړوند خبرو ، پایلې به ډیر ژر په یوه ګده اعلامیه کې واضح شي .
دغې سرچینې د نوم په نه ښودلو سره ویلي، چې امریکا غاړه ایښې له افغانستان څخه خپل نظامي ځواکونه و باسي ، خو امریکا يي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي .
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په دوحه کې د افغان سولي له مذاکراتو ملاتړ کړی او ویلي یې دی چې په افغانستان کې د رواني جګړي د سیاسي حل کلک ملاتړ کوي.
بهرنۍ رسنۍ وايي : امریکايي ډيپلوماتان او طالب استازي یو لړ پریکړوته رسیدلي ، خو امریکا یي او طالب لوري په دي هکله رسمي څه نه دی ویلي.
بل پلو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي : د ملا عبدالغني برادر ټاکل کیدل به له امریکایي لوري سره د سولي خبري لاهم پیاوړي کړي .
ښاغلی برادر چې د طالبانو اسلامي تحریک کلیدی غړی اود ملامحمد عمر مرستیال وو ، د پاکستان حکمت له اته کاله بنده څخه وروسته څو میاشتي مخکې خوشی کړ.
د افغان سولي په اړه د امریکایي او طالب استازو ترمنځ دا څلورمه ناسته ده ، خلیلزاد تردي وړاندی په قطراو ، ابوظبۍ کې هم له طالب لوري سره کښیناستلی . خو افغان حکومت ته په دې ناستو کې د ګډون بلنه نه دی ورکړل شوې.