د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند وایی چی دا نښته د څو ساعتونو لپاره د شیندند ولسولای جات لنګرو اورایین په کلۍ کې ادامه درلود.
د جیلانی فرهاد په وینا، په دی نښته کې ۱۱ تنه د ملاهبت الله کسان د طالبانو قوماندانانو څخه وژل شوی او لس تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه چی همدارنګه په دی نښته کې دری تنه د ملا ننګیالی کسانو څخه وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوی دی.
ویل کیږی چی ددی نښتو په جریان کې یو هاموی تانک هم له منځه تللی دی.
د هرات ولایت شیندند ولسوالی ددی ولایت ناامنو ولسوالیو څخه دی چی طالبان په کې پراخ حضور لری.
تراوسه طالبان په دی اړه څه نه دی ویلی.