د دغه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال ویس صمیمي آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې په وژل شویو وسلوالو طالبانو کې اته یې طالب قومندانان دي.
مل پاسوال صمیمي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې درې وسلوال طالبان هم نیول شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د پېښې په اړه څه ندي ویلي.
د یادونې ده، چې د میدان وردک ولایت لیرې پرتې ولسوالۍ په ځانګړي توګه جلریز یوه ناامنه ولسوالي ده، چې طالبان په کې پراخې هڅې لري.