د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډيو ته وویل چې په دغه پرانېست غونډه کې د ترکيې، ترکمنستان، ازاربایجان او یو شمېر نورو هېوادونو استازو برخه اخېستې.
نوموړی وايي چې د ده لارې له پرانېستې وروسته به نن په افغان تولیداتو بار ۹ کانټینرونه د چین او ترکیې پر لور حرګت وکړي.
د ده په خبره په ۵ کانټینرونو کې به نخ او پنبه بار وي چې چین ته وړل کېږي او همدا شان په څلورو نورو کې به ممیز، کونځلې او د هندواڼو تخم بار وي چې ترکیې ته به ولېږدول شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)