ولسمشر د یاد ولایت د خلکو پرلهپسې غوښتنو ته په کتو پکتیکا دوهمه درجه ولایت اعلان کړ.
ولسمشر وویل، پکتیکا دوهمې درجې ته ارتقا کوي، د پکتیکا لپاره به اداري کمپلکس، د غونډو تالار، د مېرمنو لپاره د فاتحې ځای، په ښرنه او ارګون کې د نجونو یو یو ښوونځی او یوه یوه لېسه جوړه شي.
جمهور رئيس زیاته کړه، پکتیکا پوهنتون به مستقل او د دوه نورو پوهنځیو لرونکی شي، د پوهنتون د احاطې دېوال به جوړ او د انګور اډې سړک په پاتې برخه به هم پانګونه وشي.
افغان ولسمشر زیاته کړه:
"نن پکتیکا دوهمه درجې ولایت ته ارتقا کوي، پکتیکا اصلي پانګه چې غواړي هغه پوهنه ده، نو ځکه ولایتي شورا سره مې ژمنه نهوه کړې، اوس ولس سره ژمنه کوم چې دوه نور پوهنځي به وزیر صیب درکړي. "
ولسمشر سره پکتیکا ته د شنبې ورځې په سفر کې د افغان حکومت د کابینې یو شمېر غړي، د سویل ختیځ زون ځینې والیان او امنیتي چارواکي ملګري وو.