یو عینی شاهد د آوا خبرنګار سره په تلیفونی اړیکه کې وویل چی ناپیژانده مسلح کسانو مزارشریف زیارتی کاروان باندی د اسلام قلعه په مرز کې برید کړی او ویلی دی چی په دی پیښه کې پنځه تنه ټپیان شوی دی.
د ریپورت په اساس ناپیژانده کسانو حسینی اربعین زائرینو باندی برید کړی چی نږدی ۵ تنه یی ټپیان کړی دی. ددی زیارتی کاروان غړۍ مشهد او وروسته کربلای معلی ته عزیمت قصد درلود. ویل کیږی چی ټپیان د تداوی لپاره مشهد ته استول شوی دی او تراوسه امنیتی چارواکې د پیښی په اړه څه نه دی ویلی.