د افغانستان په لویدیځ کې د ملي پوځ چارواکي تائیدوي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو یوه چورلکه د فراه ولایت په مربوطاتو کې لوېدلې ده.
چارواکي زیاتوي، چې پېښه د فراه ولایت د انار درې ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده. د چارواکو په دغه چورلکه کې ۲۰ کسان سپاره وو او وېره ده چې ټول په دغه پېښه کې وژل شوي دي. سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)